نوی (iweech) برقي بایسکېل معرفي شو

فرانسوي شرکت داسې برقي بایسکېل جوړ کړی، چې په تر ټولو لږ چارج ډېر واټن وهلی شي. بایسکېل معمولاً په انساني قوه حرکت کوي. له دې وړاندې ډېر داسې بایسکېلونه بازار ته راوتي وو، چې د برېښنا په وسیله یې له چلوونکي سره یو څه مرسته کوله. بایسکېل خپله د تګ پرمهال د حرکت لپاره برېښنا نه شي تولیدولی، هغه چې پر برېښنایي بېټریو سمبال هم وو، دومره برېښنا یې نه شوای زېرمه کولی، چې چلوونکی یې دې تر منزله رسولی وی. اوس تازه دغه فرانسوي شرکت داسې یو بایسکېل…

Read More

لومړنی بې سیمه تلویزیون

تاند- د جنوبي کوریا سامسونګ کمپنۍ د لومړي ځل لپاره د بې سیمه یا وایرلیس تلویزیون د اختراع حق ثبت کړ. د اندیپنډنت ورځپاڼې د راپور له مخې، سامسونګ کمپنۍ وايي چې د امتیاز د حق له ثبتولو وروسته غواړي چې بې سیم تلویزیون جوړ کړي. که سامسونګ د دې تلویزیون په جوړولو بریالی شي، تلویزیون به برېښنا یا انرژي بې سیمه ترلاسه کوي. دا تلویزیون به د ساونډبار په بڼه جلا اخذه او ترانسفارمر لري چې له تلویزیون څخه لېرې اېښودل کېدای شي. سامسونګ اصلاً د اختراع د امتیاز…

Read More

بې چلوونکي موټرونه

Describe the purpose of the image (opens in a new tab). Leave empty if the image is purely decorative.

تاند- له (ایم آی ټي) پوهنتون سره یوې اړوندې کمپنۍ بې چلوونکي میني بسونه یا وېګنونه جوړ کړي او په لنډ وخت کې به په نیویارک او کلیفورنیا کې ورڅخه کار واخیستل شي. دا میني بسونه به، چې (Optimus Ride) نومېږي، په لومړي پړاو کې د یوه صنعتي او تحقیقاتي پارک کارکوونکي د کار ځای ته رسوي. په دغه پارک کې، چې څو هکتاره لوی دی، ټولټال ۹۰۰ تنه کار کوي. تر دې مخکې له بې چلوونکو بسونو څخه په سویډن، سینګاپور او فینلنډ کې کار اخیستل شوی و. د…

Read More